د امریکا سترې محکمې په تازه څرګندونو کې ویلي چې لسو ایراني وګړو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ایراني حکومت لپاره د میلیونونو ډالرو معاملات لرلي دي او په دې توګه یې پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه مات کړي دي. امریکا وایي دغه کسانو د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت معاملات لرلي دي او په تېرو شلو کلونو کې یې له بېلو پټو لارې ایراني حکومت ته میلیونونه ډالر لېږدولي دي. ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو امریکايي حکومت ویلي چې دغه کسان ښایي میلیونونه ډالر جریمه شي. امریکا داسې مهال دغه اقدام کوي چې دواړو لورو پر اټومي تړون د خبرو لپاره هم نرمښت ښودلی دی.
































