په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د کرونا درېیمه څپه پيل شوې ده. د اروپايي هېوادونو د روغتیايي برخې چارواکو ویلي چې ښایي د کرونا د درېیمې څپې لپاره محدودیتونه پراخ کړي. د المان لومړۍ وزیر انګیلا میرکل ویلي چې د کرونا درېیمه څپه پيل شوې ده او دوی اړ دي چې محدودیتونه بیا ځلې پيل کړي. ایټالیا او فرانسه هم هغه هېوادونه دي چې د محدودیتونو د ډېرولو خبره یې کړې ده. تر څنګ یې سویس هم ویلي چې ښایي محدودیتونه ډېر کړي. په درېیمه څپه کې تر ډېره په برېتانیا کې د نوي چټک ویروس نښې نښانې لیدل شوې دي. اروپايي هېوادونه وایي چې ښايي د کرونا درېیمه څپه هم د سختو اقتصادی زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم واړوي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان بیا د کرونا ضد واکسینو د وېش په بهیر کې د چټکتیا غوښتنه کوي.
































