د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو د وزیر پر لرې کولو غبرګون ښودلی دی. نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې مسعود اندرابي له کوم موجه دلیل پرته له دندې ګوښه کړل شوی دی او دا مسئله په دې حساسو شرایطو کې د هېواد د ملي ګټو په زیان ده. دده په خبره د نوي وزیر پر ګومارلو کې ورسره مشوره نه ده شوې او دا کار د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې مخالف عمل دی. هغه زیاته کړې چې د مسعود اندرابي لرې کول ورته د منلو نه دي. مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزیر و چې تېره ورځ د ولسمشر په یوه فرمان له دندې ګوښه کړل شو او پر ځای یې حیات الله حیات د کندهار پخوانی والي د کورنیو چارو وزارت لپاره سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
































