ولسمشر غني ویلي چې د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې غچ به خامخا اخلي. نوموړي نن د یادې پېښې د قربانیانو له وارثینو سره په ټلفوني خبرو کې ویلي چې په بهسودو کې د نسکورې شوې چورلکې د قربانیانو، اتلولي نه هېرېږي. ولسمشر غني زیاته کړې، ده اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د یادې پېښې عاملین ژر تر ژره د خپل عمل په سزا ورسوي. نوموړي دغه راز په دې ټلفوني مکالمه کې په یاده پېښه کې د وژل شویو کسانو وارثینو ته ډاډ ورکړی دی چې د بهسود په وروستۍ پېښه کې د وژل شویو کسانو غچ اخیستل کېږي، دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي. د یادونې ده چې د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه د علیپور د ملېشو له لوري رانسکوره شوه چې په پایله کې یې د چورلکې د پنځه تنه عملې په ګډون نهه سرتېري ووژل شول.
































