ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن راتلونکې اوونۍ کې د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فلیپ ریکر ویلي چې بلنکن به راتلونکې اوونۍ کې د ناټو سازمان په مقر کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې ولري. هغه ویلي چې په ناسته کې به په افغانستان کې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو پر حضور هم مهم بحثونه وشي. که څه هم امریکا له طالبانو سره د دوحې هوکړه کې ژمنه کړې وه چې د روان کال د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو ریکر ټینګار کړی دی چې امریکا او ناټو یو ځای خپل سرتېري افغانستان ته استولي او یو ځای به له دغه هېواد څخه وځي.
































