د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، چې د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د غیر مسوول وسله وال علیپور د ملېشو له لوري د افغان ځواکونو پر چورلکه برید بې ځوابه نه پاتې کېږي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي هر هغه څوک چې پر افغان ځواکونو برید کوي د هېواد د ښمن دی او د افغان ځواکونو له لوري به ځپل کېږي. هغه زیاته کړې چې د علیپور او طالب توپیر نه شته دی او په خبره یې دا غیر مسوول وسله وال باید د خپل وروستي عمل ځواب ووایي. په ورته وخت کې د دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیا هم ویلي چې دی پر خپل دریځ ولاړ دی او دا اقدام به بې ځوابه نه پرېږدي.
































