ملي دفاع وزارت وایي چې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یې د علیپور غیر مسوولو وسله والو ته مرګ ته ژوبله اړولې ده. د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د غیر مسوول وسله وال قومندان عليپور پر ضد یې د بهسودو ولسوالۍ په بېلو برخو کې عملیات کړي دي او د هغه د وسله والو مرکزونه او پوستې یې په نښه کړي دي. سرچینه کاږي چې په دې عملیاتو کې د عليپور ۱۲ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. عليپور په بهسودو کې غیر مسوول وسله وال دی چې په کابل کې د ځینو سیاسیونو ملاتړ له ځان سره لري او په وروستیو کې یې د افغان پوځ یوه چورلکه په نښه کړې او ځانګړو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دې مسئلې سخت غبرګونونه پارولي دي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د هغه د نیولو او له منځه وړلو غوښتنه کوي.
































