د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د تاجکستان، افغانستان او امریکا ترمنځ دغه درې اړخیزه ویډیويي غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ډیویډ هېل په مشرۍ ترسره شوې ده. په غونډه کې په سیمه کې پر روان وضعیت، افغان سولې، د پولې پر امنیت، د امریکا له لوري د تاجکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو د پیاوړي کولو او نورو اړوندو مواردو په اړه خبرې شوې دي. بهرنیو چارو وزارت وایي تاجکستان او امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به هر اړخیزه همکاري کوي او دغه راز د تاجکستان او افغانستان ترمنځ به په اړیکو کې پراختیا راځي. په سیمه کې په اقتصادي او امنیتي برخه کې پر همکاریو او نورو مهمو مواردو هم په دې غونډه کې خبرې شوې دي. درېواړو هېوادونو تمه ښودلې چې د افغانستان د سولې لپاره روانې نړیوالې هڅې وکړی شي دلته روانه جګړه ختمه کړي او په دې توګه په ټوله سیمه کې دایمي سوله او ثبات رامنځ ته شي.
































