امریکا او افغان لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني په ارګ کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ جیمز آسټین سره کتلي دي. د پنټاګون مشر په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو غوښتونکي دي او ددې ملاتړ کوي چې دلته دیپلوماتیکې هڅې ګټورې تمامې شي. آسټین وایي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او امریکا په دې برخه کې پوره همکاري کوي. دواړو لورو همدا راز د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه هم اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې د جګړې پر ځای باید د سولې خبرې چټکې کړل شي. ولسمشر غني او آسټین همدا راز ویلي چې یوازې عادلانه سوله افغانستان ته دایمي او تلپاتې ثبات راوستلی شي.
































