ملي دفاع وزارت وایي په میدان وردګو کې د عليپور د غیر مسوولو وسله والو پر ضد د دوی عملیات روان دي. ملي دفاع وزارت ویلي چې تېره ورځ هم په ځینو برخو کې د عليپور د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې خو غیر مسوولو وسله والو مقاومت نه دی کړی او پر شا تمبېدلي دي. دفاع وزارت وایي چې بهسودو ولسوالۍ ته لا ډېر نظامیان پر لاره دي او ددغه محلي زورواکي پر ضد به خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي. عليپور د میدان وردګو په بهسودو کې غیر مسوول وسله وال دی چې د افغان حکومت پر ضد یې وسله پورته کړې ده او څو ورځې وړاندې یې کسانو د رهبري شوي توغندي پر مټ د افغان ځواکونو چورلکه وېشتلې ده. له نوموړي سره ددغه ډول وسلو موجودیت او د افغان ځواکونو پر وړاندې دده مقاومت سخت غبرګونونه پارولي دي.
































