د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی څه موده وړاندې امریکایانو ته د اورکم یوه طرحه سپارلې ده چې له مخې به یې دواړه لوري عملیات کموي او د جګړو په کچه کې به کموالی راځي. بلخوا د طالبانو مشرتابه ته نږدې سرچینو هم ویلي چې دوی د اورکم یوه طرحه امریکا ته سپارلې ده او په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سر هم خبرې ورباندې شوې دي خو تر دې دمه پرېکړې ته نه دي رسېدلي. هغه وايي له اورکم یې موخه دا ده چې د سولې لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړل شي. تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو چې له طالبانو سره د یوه نوي ورځني اورکم یا اوربند پر رامنځ ته کېدو خبرې روانې دي.
































