سعودي عربستان وايي د حوثي یاغیانو د توغندیو د جوړولو او ساتنې پر یوه مرکز یې برید کړی دی. د سعودي عربستان دفاعي برخې ویلي چې تېره ورځ یې د یمن په صنعا کې د حوثي یاغیانو یو مهم مرکز په نښه کړی دی چې له دې ځایه تر ډېره پر عربستان توغندیز بریدونه تنظیمېدل. سرچینه وایي هدف یې له دې برید د بېګناه وګړو ساتنه او په راتلونکو کې د ځینو خطرونو ختمول و. ددې بریدونو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. په دې وروستیو کې د حوثیانو او سعودي عربستان د ځواکونو ترمنځ جګړې شدیدې شوې دي او حوثیان تر ډېره د سعودي پر بېلو برخو د توغندیو ګزارونه کوي چې وخت ناوخت تلفات او زیانونه هم اړوي.
































