ولسمشر غني وایي د منظمو پلانونو له لارې به افغانستان د کرنیزو محصولاتو له درکه پر ځان بسیا شي. نوموړي د بزګر ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغان حکومت په هېواد کې د بزګرۍ د میکنایزه کولو لپاره منظم پلانونه لري چې په سر کې یې د اوبو مدیریت دی. دده په خبره د هېواد په بېلو سیمو کې د اوبو د تنظیم او مدیریت له لارې غواړي دلته کرنه وده وکړي او افغان بزګران وکولی شي له اسانتیاوو په استفادې خپل محصولات ډېر کړي. هغه زیاته کړې چې د کرنې په برخه کې افغان حکومت منظم پلانونه لري چې له مخې به یې هېواد په راتلونکو کلونو کې د ګاونډیو له احتیاجه خلاص شي او پر ځان به بسیا وي. هغه د زراعتي محصولاتو د پلور لپاره هم په کور د نننه او بهر د مارکېټ پر پیدا کولو ټینګار کړی دی او په خبره یې په دې برخه کې یې تر دې وړاندې هم ګامونه اوچت کړي او په راتلونکي کال هم له نړیوالو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اغېزناک پلانونه لري.
































