د استرالیا په ځینو ایالتونو کې بارانونو او توپان خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د راپورونو له مخې تر ټولو ډېر زیانونه ددغه بارانونو له امله د نیو ساوټ ویلز ایالت په مرکز سیډني کې خلکو ته اوښتي دي. د استرالیا حکومت شاوخوا اتلس زره کسان له خپلو کورونو امنو سیمو ته لېږدولي دي. ویل کېږي چې په دغه ایالت کې د هاوکسبري سیند اوبه ښايي تر دې لا ډېرې په څپو شي او لا ډېرې برخې لاندې کړي. له همدې امله ځايي ایالتي حکومت سخت تدابیر نیولي او پر خلکو یې غږ کړی چې ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدي او امنو سیمو ته ځان ورسوي.
































