د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په درې ورځني سفر هند ته تللی دی. د راپورونو له مخې حنیف اتمر به په دې درې ورځني سفر کې له خپل هندي سیال جي شنکر او نورو مهمو چارواکو سره ګوري او پر بېلو مسایلو به خبرې کوي. په دې لیدنو کې به تر ټولو ډېر پر دوه اړخیزو اړیکو، افغان سولې او سیمه کې د شته ترهګریزو کړنو پر وړاندې پر ګډې مبارزې خبرې کېږي. اتمر به همدا راز په دې سفر کې له هندي چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په اړه هم خبرې کوي. په دې سفر کې له اتمر سره لوړپوړی دولتي پلاوی هم ملتیا کوي.
































