د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر وروستي راپور بحثونه وشي او ددغه هېواد وضعیت و ارزول شي. سرچینه کاږي چې تر ډېره به د سولې، امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې باندې خبرې وشي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ګڼو پرمختګونو ترڅنګ په تېر ۲۰۲۰ز کال کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د امنیتي پېښو په کچه کې لس سلنه ډېروالی راغلی دی. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې پر افغان سوله په مسکو کې غونډه جوړه شوې وه او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو په حضور کې په ترکیه کې هم د طالبانو او افغان حکومت د سولې کنفرانس جوړ شي.
































