د امریکا د کانګریس غړي وایي تر مې میاشتې پورې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو شونتیا خورا کمه ده. د امریکا د کانګریس غړي مایک روګرس له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یوازې تېره اونۍ د دوی ترمنځ د افغانستان پر مسئله خبرې شوې دي او په هغه کې هم د سرتېرو د ایستلو موضوع نه ده یاده شوې. دده په خبره له همدې امله ددې احتمال کم دی چې له افغانستان دې تر مې میاشتې پورې سرتېري و ایستل شي، ځکه یو خو شرایط نه دي برابر او بل په دومره کمه موده کې د توکو لېږ امکان نه لري. هغه ټینګار کړی چې امریکایي حکومت باید په افغانستان کې وضعیت په سمه توګه وارزوي او دا معلومه کړي چې طالبان پر خپلو ژمنو درېږي او کنه تر هغه وروسته دې د سرتېرو ایستل پيل شي. تر دې وړاندې هم په امریکایي رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د امریکا له لوري په افغانستان کې د سرتېرو د حضور د دوام لپاره هڅې روانې دي.
































