د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به سبا او بل سبا د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي. ټاکل شوې چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د ګڼو مهمو نړیوالو مسایلو پر سر سبا او بل سبا په بروکسل کې سره جرګه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی دی. ویل کېږي چې ددې غونډې یوه مهمه مسئله په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور موضوع ده. څو ورځې وړاندې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي. ناټو وايي دوی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په پرتله ډېر سرتېري لري او له بلې خوا دې ته ژمن دي چې افغانستان ته سوله راولي نو ځکه یې د سرتېرو حضور د افغانستان په وضعیت او شرایطو پورې تړلی دی.
































