واشنګټن ایکزماینر نشریه لیکي چې د افغانستان په اړه پر بېلو لورو فشارونه ډېر شوي دي او روانه میاشت هم د افغانستان لپاره مهمه وه. سرچینه کاږي پر امریکا د ناټو له لوري فشار دی او دغه سازمان وایي چې امریکا په یوازې ځان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه شي کولی. همدا راز پر افغان حکومت او طالبانو بیا د امریکا له لوري فشار دی چې ژر تر ژره مذاکرات یوې پایلې ته ورسوي او له بلې خوا د افغانستان په اړه د نړیوالو کنفرانسونو جوړېدل هم هیله بښونکي بلل شوي دي. دغه نشریه زیاتوي هیلې زیاتې شوې چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي خو دې مسئلې ته د امریکا، طالبانو او افغان حکومت ژمنتیا مهمه ده.
































