د رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پر دغه طرحه او د سولې پر بهیر به ملګري ملتونه نظارت کوي او تر څنګ به یې د یمن د ځینو برخو هوایي او ځمکنۍ محاصره د سعودي عربستان له لوري پای ته رسېږي. بلخوا د یمن حوثیان وايي چې د سعودي عربستان د سولې دا طرحه هم د تېرو په څېر کومه نوې برخه یا ماده نه لري. ددغه ډلې یوه غړي رسنیو ته ویلي دوی په بشپړه توګه د محاصرې د ختمېدو غوښتنه کوي او تر څنګ یې د سعودي عربستان له لوري د ۱۲ بېړیو د خوشي کولو غوښتنه هم کوي. عربستان بیا ویلي چې که حوثیان یې د سولې طرحه ومني نو په همغه ورځ اوربند ته تیار دي.
































