د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حنیف اتمر تېره ورځ په نوي ډهلي کې له خپل هندي سیال جي شنکر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او افغان سولې خبرې شوې دي. اتمر ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د هند مرستې مهمې او د پام وړ دي او په راتلونکې کې هم ددغه هېواد مرستو ته ارزښت ورکوي. دواړو لورو همدا راز ویلي چې د افغانستان له لارې به د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې پراخې شي او د چابهار بندر په مرسته به اقتصادي فعالیتونه پراخ شي. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر هم ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا ملاتړي دي او هڅه کوي د سولې په برخه کې مثبت او ګټور ګامونه اوچت کړي. هند دغه راز د افغانستان په اړه د سولې له جوړېدونکو کنفرانسونو ملاتړ کړی دی او په خبره یې په دې ډول کنفرانسونو کې ګډون ته تیار دی.
































