د افغانستان د ملګرو په نامه له ۳۵ هېوادونو یوې جوړې شوې ډلې وروستی تاوتریخوالی غندلی او د کمېدو غوښتنه یې کړې ده. دغه هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دداعش ډلې، طالبانو او نورو ډلو په هدفي بریدونو کې په وروستیو کې خبریالان او مدني فعالین په نښه شوي چې دغه لړۍ باید پای ته ورسول شي. دوی وایي چې تاوتریخوالي او هدفي بریدونو د سولې هڅې تر سیوري لاندې راوستې دي، د بیان ازادي یې له ګواښ سره مخ کړې ده او د بشري مرستو د رسونې په برخه کې یې خنډونه جوړ کړي دي. دوی په دې ګډه اعلامیه کې له ښکېلو لورو غوښتي چې جګړې پای ته ورسوي او له سیاسي لارو ستونزې حل کړي. دوی د سولې ملاتړ کړی دی او په خبره یې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي او تاوتریخوالی باید په بشپړه توګه ختم کړل شي.
































