برېتانیا وایي چې د پوځیانو شمېر به راکم کړي خو پر ځای به یې په پوځ کې د ټکنالوژۍ کارونه ډېره کړي. د برېتانیا ددفاع وزیر ویلي چې په نړۍ کې پوځي وضعیت د بدلون په حال کې دی او دوی هڅه کوي د روباټيکو سرتېرو او ډرون الوتکو په ډېرولو سایبري پوځ جوړ کړي او ټکنالوژيکو جګړو کې پرمختګ وکړي. برېتانیا ویلي چې په لومړي سر کې به لس زره سرتېري له پوځ وباسي. بلخوا به په سمندرونو کې د برېتانیا نظامي بېړۍ او اوبتلونو ډېرېږي او سمندري پوځ به هم پیاوړی کېږي. د برېټانیا لومړي وزیر هم ویلي چې د نوو پلانونو پر بنسټ به د برېتانیا پوځ لا پیاوړی شي او اغېزمنتیا به یې ډېره شي. برېتانیا په پوځي لحاظ له پیاوړو اروپايي هېوادونو بلل کېږي.
































