نوی تعلیمي کال نن د ولسمشر غني له لوري رسما د زنګ په کړنګولو سره پیل شو. ولسمشر غني په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان په پوهنیز سیستم کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده. دده په خبره روان کال به په پوهنیز نظام کې اصلاحات راځي او تر یوې کچې به هڅه کېږي چې زده کړې او تعلیمي فعالیتونه ډيجټلي شي. نوموړي یو ځل بیا له ښوونکو سره ژمنه وکړه چې معاشونه به یې لوړ کړي او د روان کال په منځ کې یې دا امر د اجرا وړ دی. هغه همدا راز وویل چې زده کړیز بهیر باید پیاوړی کړل شي او زده کوونکي باید د یووشتمې پېړۍ له اړتیاوو سره سم له ښوونځیو فارغ شي. ولسمشر همدا راز په روان نوي کال کې د لا ډېرو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو ژمنه کړې ده.
































