طبیعي پېښو ته د رسېدګي په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په هېواد کې د وروسیو سیلابونو له امله لس تنه مړه شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي ویلي چې تېره شپه د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د یو کور د چت نړېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. په همدې حال کې په خوست کې هم د یو کور چت لوېدلی دی چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی. د یاد وزارت په خبره، په دواړو پېښو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د ویلو ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې له سیلابونو سره مل اورښتونه پیل شوي دي.
































