د امریکا د استازو جرګې دوو غړو له بایډڼ څخه غوښتنه کړې چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې باید خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. د استازو جرګې ډېموکراټې غړې باربرا لي او جمهوري غوښتونکي کین باک ولسمشر بایډن ته په یو لیک کې ویلي چې د سولې پروسې د ملاتړ له لارې دې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي. په لیک کې راغلي چې د سرتېرو ایتسلو برخه کې د مې میاشتې د لومړۍ نیټې پر ضرب الاجل عمل حیاتي ارزښت لري. لیک کې دغه راز راغلي، چې تر دې نیټې وروسته له اړتیا پرته په دغه هېواد کې د ځواکونو حضور له خطره خالي نه دی او دا چاره افغانستان کې د سولې او عدالت پر لور پرمختګ هم ګواښي. د ویلو ده چې بایډن په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د می تر لومړۍ نیټې د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه سخته ده خو ټینګار یې کړی چې امریکا به تر ډېره په افغانستان کې پاتې نه شي.
































