المان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور د سولې په برخه کې په پرمختګونو پورې تړلی دی. د المان د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته ویلي دي دوی ددې ملاتړي دي چې بهرني او په تېره الماني سرتېري له افغانستان و ایستل شي خو په خبره یې دا کار به هغه وخت کېږي چې د سولې په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي. هایکو ماس همدا راز ویلي چې که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو ددې احتمال شته چې طالبان جګړې شدیدې کړي او د جګړو له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي. دده په خبره له همدې امله اړتیا ده چې لومړی د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي او وروسته تر هغه د سرتېرو پر ایستلو تمرکز وشي.
































