ولسمشر غني به د ترکیې په کنفرانس کې له وخته د مخکې ټاکنو طرحه وړاندې کړي. ځینو باوري سرچینو رسنیو ته ویلي ولسمشر داسې یوه طرحه جوړه کړې چې د سولې او اوربند په صورت کې له وخت مخکې ټاکنو ته زمینه برابروي. سرچینه وایي د طرحې له مخې طالبان باید لومړی شپږ میاشتې اوربند وکړي، تر هغه وروسته به ټاکنو ته زمینه برابرېږي، د ټاکنو د ترسره کولو کمیسیون به ددواړو لورو په خوښه ټاکل کېږي او تاکنې به هم د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره کېږي. راپورونه وایي ولسمشر به دغه طرحه د ترکیې په غونډه کې ګډونوالو او طالبانو ته وړاندې کړي. ددې راپور په غبرګون کې طالبانو ویلي چې دوی تر اوسه د ترکیې کنفرانس پر اجنډا خبرې نه دي کړې او په دې غونډه کې د ګډون په اړه یې د مشرتابه بحثونه روان دي.
































