د راپورونه له مخې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشر جوزیف بوریل د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره پر افغان سوله او په همدې تړاو په ترکیه کې پر جوړېدونکې ناسته خبرې اترې کړې دي. بوریل پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ترکیه کې پر جوړېدونکې ناسته مثبت بحثونه کړي دي. بوریل زیاته کړې چې اروپایي هېوادونه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ګڼ شمېر سرتېري لري او دغه ټولنه هیله لري چې افغانستان ژر تر ژره سولې ته ورسېږي او دوی په دې برخه کې له افغانانو سره ګډ کار کوي. نوموړی په داسې حال کې له ترکي چارواکو سره خبرې کوي چې افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره ګڼې طرحې وړاندې شوې دي خو کومه څرګنده پایله یې نه ده لرلې، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په ترکیه کې پر همدې تړاو ناسته جوړه شي او ډېری کارپوهانو دا ناسته سرنوشت ټاکونکې بللې ده.
































