د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا ښایي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور نېټه وغځوي. نوموړي زیاته کړې چې که چېرته امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي نو دا چاره به طالبانو ته د دوحې هوکړې د ماتولو لپاره پلمې په لاس ورکړي. کابلوف څرګنده کړې چې امریکا او طالبان تر څو میاشتو پورې د امریکایي سرتېرو د حضور پر تمدید خبرې کوي خو د ده په خبره دا چاره به بدې پایلې ولري او طالبانو ته به د امریکا د ملامتولو پلمه ورجوړه کړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې ولسمشر بایډن تر اوسه له دغه هېواد څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
































