د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي ټاکل شوې چې ډېر ژر په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې غونډه وشي. دده په خبره په دې غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت مشران ګډون کوي خو نوموړي دا نه ده واضح کړې چې تر کومې کچې مشران به په دې غونډه کې حاضر وي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي او امریکا دې ته ژمنه ده چې له ديپلوماتیکو لارو په افغانستان کې اوسنۍ جګړه پای ته ورسوي.
































