امریکا په افغانستان کې د سرتېرو د حضور ددوام په لټه کې ده. د امریکا د استازو مجلس د دفاعي کمېټې مشر آدم سمېت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې د مې تر لومړۍ نېټې وروسته یې هم سرتېري په افغانستان کې حضور ولري. د سمېت په وینا په وروستیو ورځو کې یې د امریکا ددفاع له وزیر او دغه راز د بایډن د ملي امنیت له سلاکار سره کتلي دي. سمېټ وايي ټول په دې باور دي چې په راتلونکو ۶ اونیو کې د ۲۵۰۰ عسکرو او شاوخوا ۷ زره متحدو سرتېرو ایستل ناشونی کار دی. هغه زیاته کړې، د بایډن اداره اوس په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د سرتېرو حضور ته زمینه برابره کړي او همدا راز دې ته لار هواره کړي چې د ځانګړو ځواکونو یوه خاصه ډله په افغانستان کې حضور ولري او د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات وکړي. سمېت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې بایډن هم د سرتېرو د احتمالي حضور په اړه څرګندونې کړې دي او په خبره یې لا د ټولو سرتېرو ایستلو ته زمینه نه ده برابره.
































