د المان لومړۍ وزیرې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله لګول شوي تازه محدودیتونه لرې کړې دي. نوموړې د المان د ایالتونو له مشرانو سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي چې دا د المان له خلکو بښنه غواړي او د اپرېل په مذهبي مراسمو کې به هېڅ ډول بندیزونه نه وضع کېږي. څو ورځې وړاندې الماني حکومت وویل چې د کرونا د درېیمې څپې د خپرېدو له امله به تازه محدودیتونه وضع کړي. ټاکل شوې وه چې دا د کرونا له پیله تر دې دمه تر ټولو سخت بندیزونه وي، خو دا کار د الماني وګړو له سخت غبرګون سره مخ شو او لارې کوڅې له لاریون کوونکو ډکې شوې. اوس مېرکل ویلي چې دا محدودیتونه یې لغوه کړي دي. بلخوا په ګڼو نورو اروپايي هېوادونو کې د کرونا د درېیمې څپې له پیل سره سم محدودیتونه هم ډېر شوي دي.
































