د حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د ژغورنې حرکت خپل موجودیت اعلان کړ. ددغه حرکت له لوري په جوړه شوې غونډه کې ډاکټر فاروق وردګ د خبرو پر مهال وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې، دایمي ثبات، پياوړي نظام او یووالي لپاره راپاڅېدلي او د هېواد پیاوړي کدرونه په دې بهیر کې د دوی ملتیا کوي. هغه وویل چې د افغانستان د ژغورنې حرکت د مقطعي موخو او لډمهاله پلانونو لپاره نه دی جوړ شوی او نه هم د کوم فرد ګټې پالي بلکې غړي یې د ملت له منځه راپاڅېدلي خلک دي چې ددې وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅه کوي. دوی ویلي چې له ټولو ښکېلو لورو د سولې او اوربند غوښتنه کوي او تمه لري چې په هېواد کې روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي. ډاکټر فاروق وردګ دغه راز وویل چې هدف یې په افغانستان کې د تلپاتې مثبت تغیرات راوستل او پر یوه ټغر د هغو شخصیتونو راټولول دي چې د هېواد د ابادۍ، سولې او پرمختګ هیله لري.
































