روسیه وایي د مسکو د غونډې مهم هدف د دوحې په مذاکراتو کې چټکتیا راوستل وو. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دوی غوښتل د دوحې بهیر او بین الافغاني مذاکرات چټک شي، ځکه تر هغې مخکې په دوحه کې مذاکرات په ټپه درېدلي وو. کابلوف ویلي د مسکو غونډه په دې هدف کې بریالۍ وه او دې ته زمینه برابره شوه چې مخالف جهتونه خپلې خبرې وکړي. ضمیر کابلوف دغه راز وایي چې په غونډه کې د طالبانو مهمه غوښتنه د امارت بېرته راګرځول و، چې د ټولو ګډونوالو له مخالفت سره مخ شوه او له دغه ډلې غوښتل شوي چې د دایمي سولې لپاره په خپل دریځ کې نرمښت راولي او اوربند یا د تاوتریخوالي کمولو ته زمینه برابره کړي.
































