د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتګ یوازینۍ لار دا ده چې افغانان خپل زعیم په خپله خوښه وټاکي. عمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، هر څوک چې د سولې نیت لري باید تاوتریخوالی ودروي او په خبره یې هر کله چې طالبان تاوتریخوالی ودروي او اوربند ومني نو د سولې بهیر چټکېږي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې افغان ځواکونه د پخوا په پرتله څو برابره پیاوړي شوي دي او اوسمهال نږدې ۹۸ سلنه عملیات په یوازینې ځان رهبري کوي. وحید عمر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو په وار وار له اوربند سره خپل مخالفت ښودلی خو په دې وروستیو کې یې د تاوتریخوالي کمښت یوه طرحه له امریکا سره شریکه کړې ده.
































