د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کولو اداره یا اوچا وايي د ۲۰۲۱ کال په دریو لومړیو میاشتو کې د نا امنیو له امله له ۵۰ زرو ډېر افغانان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. په دغه راپور کې راغلي له ختیځو ولایتونو په دغه موده کې شاوخوا ۱۸ زره کسان بېځایه شوي چې د نورو ولایتونو په پرتله یې شمېر زیات دی. په همدې حال کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي په ۱۳۹۹ کال کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو د جګړو له امله له نیم میلیونه زیاتو کسانو خپلې مېنې پریښي دي. ننګرهار، کندهار او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د جګړو له امله زیات بې ځایه شوې کسان لرل. د دغه وزارت سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، چې افغان حکومت شاوخوا ۱۶ زره بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.
































