له نږدې یوې اوونۍ وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، د مسکو غونډه کې د طالبانو پلاوي پر دې ټینګار کاوه چې د اسلامي امارت بیا جوړېدل، د افغانستان د شخړې یوه احتمالي حل لار ده. خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت د بیا جوړېدو موضوع نه ده مطرح شوې. د دې دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دوی هلته یوازې د اسلامي نظام د جوړېدو موضوع یاده کړې او د اسلامي نظام د جوړېدو له طرحې غلط تعبیر اخېستل شوی دی. نوموړی وايي، د اسلامي نظام د راتګ او څرنګوالي موضوع د افغانانو خپلمنځي بحث دی او د مذاکراتو پر مهال به پرې بحث وشي. د مسکو له غونډې وروسته، که څه هم ضمیر کابلوف یې له پایلې خوښ دی، خو له دې وړاندې د افغانستان د مرکچي پلاوي یو شمېر غړو رسنیو ته ویلي وو، د مسکو غونډه له تاوتریخوالي سره مل او روښانه پایله یې نه درلوده.
































