د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، نیت نه لري چې امریکایي ځواکونه دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي. بایډن په سپینې ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د «تکتیکي ستونزو» له پلوه ستونزمنه ده چې د مې تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه ځواکونه وایستل شي. نوموړي وویل په دې هکله د خپلو شریکانو ناټو غړو هیوادونو سره د وتلو په لوژیستکي مسایلو مشورې کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به په بروکسل کې د امریکا د متحدینو سره چې په افغانستان کې ځواکونه لري خبرې کوي تر څو مصؤنه او منظمه توګه له افغانستانه ووځو. بایډن همداشان وویل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ پروسه هم ژر پیل کیږي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی څرکند شي. نوموړي همدا راز وویل چې د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه چې د ټرمپ د ادارې پر وخت شوې، ارزونې هم روانې دي.
































