ملګري ملتونه وايي چې د نشه يي توکو ګواښ ته پام نه کول کولی شي چې د افغانستان سوله او امنيت د سولې تر تړون وروسته هم له خنډ سره مخ کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر، يوناما د دې سازمان د امنيت شورا ته د ۲۰۲۱ ميلادي کال لومړی درې مياشتنی راپور چمتو کړی دی. په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه يي موادو توليد ډېر شوی دی. یوناما وايي چې د کوکنارو کښت او د نشه يي توکو قاچاق نه يوازې دا چې د جګړې سبب شوی، بلکې د سيمې او نړۍ امنيت ته هم ګواښ دی. د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د امنيت شورا په ځانګړې غونډه کې د افغانستان په اړه وويل، تېر ميلادي کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ ډېروالی راغلی و. مېرمن ديبرا لاینز له نړیوالې ټولنې غواړي چې له نشه يي توکو سره په ګډه مبارزه وکړي او د نامشروع اقتصاد د ودې مخه ونيسي، ځکه دا وېره شته چې نشه يي توکي د سولې تر تړون وروسته هم د افغانستان سوله او امنيت تهدید کړي.
































