د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۰ میلیونه ډېر کسان په کرونا وبا اخته شوي او تر ۵۴۶ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۲۵ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۷۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۰۶ زره او ۳۳۹ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۳۰۰زره او ۶۸۵، په مکسیکو کې ۱۹۹زره او ۶۲۷، په هند کې ۱۶۰زره او ۴۴۱، په بریټانیا کې ۱۲۶ زره او ۶۲۱، په ایران کې ۶۱ زره او ۵۸۱ او په پاکستان کې ۱۳ زره او ۷۱۷ تنه تر دې دمه کرونا مړه کړي دي.
































