طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغو څرګندونو ته چې ويلي وه، ښايي د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې امريکايي ځواکونه له افغانستان ونه وځي، غبرګون ښودلی. طالبانو په اعلاميه کې د جوبایډن څرګندونې مبهمې یادې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې که د دوحې له تړون سره سم، ټول بهرني ځواکونه په ټاکلي وخت له افغانستان څخه ونه وځي، دا به د تړون نقض وي او طالبان به یې پر وړاندې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.































