مصر کې د دوو اورګاډو په ټکر کې ۳۲ تنه مړه شوي او شاوخوا ۹۱ نور ژوبل دي. پېښه پرون د مصر د نیل سمندر ته نږدې د تحته په ښار کې شوې ده. د مصر حکومت د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی دی. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پر خپله فیسبوک پاڼه په یوې اعلامیې کې د دغې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او ویلي چې د پېښې عاملینو ته به سزا ورکړل شي. د مصر دولتي ټلویزون وايي چې ولسمشر السیسي صدراعظم او د عامې روغتیا وزیرانو ته ویلي چې د پېښې ځای ته ورشي او حالت په خپلو سترګو وویني. د عامې روغتیا وزارت یو ویاند ویلي دي چې لږ تر لږه ۹۱ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او ۳۲ تنه مړه شوي.
































