پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي له مسکو وروسته په ترکیه کې د سولې جوړېدونکې ناسته د افغان جګړې پایته رسولو لپاره خورا مهمه ده خو د دې لپاره چې د ښکېلو لوریو تر منځ یو جامع توافق رامنځ ته شي باید دواړه اړخونه پکې له پوره چمتووالي سره برخه واخلي. حامد کرزي د ترکیې له انادولو آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د ترکیې ناسته یو بل مهم فرصت دی خو په وینا یې اړتیا ده چې، له دې ناستې مخکې افغان لوری د یوه جامع توافق لپاره ټول مهم مسایل نهايي کړي. کرزی وايي ښکېل لوري باید په ناسته کې توافق ته د رسېدو په نیت ګډون وکړي. نوموړی وايي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار بین الافغاني توافق دی او همدا د سولې لپاره تر ټولو ښه اساس دی ځکه، بهرنۍ موافقې افغانستان ته سوله نشي راوړلی. کرزی وايي که طالبان ونه غواړي چې د اوسني حکومت برخه شي، نو باید په داسې لارو چارو غور وکړي چې افغانان سولې ته ورسوي.
































