د امریکا استخباراتي ادارو له افغانستان د وتلو په تړاو جو بایډن ته خبرداری ورکړی دی. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا استخباراتي ادارو په یوه راپور د امریکا ولسمشر جو بايډن ته په بېړه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. په دغه راپور کې ویل شوي چې که په افغاستان کې له کوم سیاسي مشارکت پرته او جوړجوړي ته تر رسېدو مخکې امریکایي او نور ځواکونه له دغه هېواد وځي نو د سختو جګړو احتمال شته دی. دوی ویلي چې که وضعیت همداسې دوام کوي او بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو ښایي طالبان په دوو یا درېیو کلونو کې د افغانستان ډېری خاوره لاندې کړي او په دې توګه به د القاعده په څېر د نړیوالو ترهرګو ډلو فعالیت ته زمینه برابره شي. د امریکا استخباراتي ادارو د نورو ګواښونو په اړه هم بایډن ته خبرداری ورکړی دی خو په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي. دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ هم بایډن د مې تر میاشتې د سرتېرو ایستل ناشونی کار بللی دی.
































