تېره ورځ په برازیل کې په کرونا وبا اخته تر درې زره ډېر کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه هېواد کې تېره ورځ د کرونا ضد دوه ډوله واکسین معرفي شوي دي خو په همدې ورځ په یاد هېواد کې پر کرونا وبا اخته ۳۶۵۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی. د جنوبي امریکا په دغه هېواد کې دغه راز د کرونا وبا تر سل زره ډېرې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. برازیلي چارواکو په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ثبت شوی شمېر تر ټولو لوړ ښودلی دی او پر خپلو هېوادوالو یې غږ کړی دی چې باید د کرونا وبا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي.
































