د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې د امریکایي سرتېرو وتل به افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو ته بوځي. نوموړي نن په کابل کې یوې امنیتي ناستې ته په خبرو کې ویلي چې که څه هم افغان ځواکونه په یوازې ځان هم د خپلې خاورې د ساتنې وړتیا لري خو ټینګار یې کړی دی چې د بهرنیو سرتېرو وتلو سره، لرې نه ده چې افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکېل شي. هغه دغه راز د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې افغان دولت سولې ته ژمن دی خو طالبان سوله نه غواړي او ورځ تر بلې د افغانانو پر وړاندې خپلې جګړې ته زور ورکوي. محب څرګنده کړې چې دوی د ترکیې ناستې ته پر چمتوالي بوخت دي. نوموړي ویلي چې حکومت طالبانو ته کومه طرحه نه ده وړاندې کړې خو ټوله هڅه یې دا ده چې افغانستان تلپاتې او باعزته سولې ته ورسوي. حمدالله محب د خپلو خبرو په دوام یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له زاریو لاس واخلي او د تاوتریخوالي پر ځای دې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
































