د ملي مصالحې عالي شورا وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی خو سره له دې هم تمه شته چې د ترکیې کنفرانس له بین الافغاني مذاکراتو سره رغنده مرسته وکړي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په فرانسه کې له فرانس پرېس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ویلي چې د مسکو غونډې په ټپه ولاړو مذاکراتو کې تحرک راوست همداسې د ترکیې له غونډې هم تمه کېږي چې د سولې لپاره ګټوره تمامه شي. نوموړي ویلي ددغه غونډې بریا د دواړو لورو په نیت او ښه پلان پورې اړه لري. هغه همدا راز ویلي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په هېواد کې د جګړو په پای ته رسولو کې مثبت ګام اوچت کړي. ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې په غونډه کې د ولسمشر غني د ګډون په اړه ویلي که د طالبانو مشر په دې غونډه کې ګډون وکړي نو ولسمشر غني به هم ارو مرو دغه غونډې ته راځي.
































