پاکستان لا هم نه غواړي چې په افغانستان کې یې نیابتي جګړه پای ته ورسېږي. دې هېل نشریې په خپله یوه مقاله کې ویلي چې پاکستان د ځان د ساتلو او د خپل سیال هند د وېرولو لپاره له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه کړې ده او لا هم ادامه ورکوي. سرچینه کاږي چې د پاکستان استخباراتي اداره په مستقیمه توګه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا ده او دا نړیوالو ته لکه لمر داسې روښانه ده. دې هېل نشریې ویلي نړیوال باید په افغانستان کې تر سولې مخکې پاکستان د نیابتي جګړو او وسله والو ډلو له ملاتړ راوګرځوي. سرچینه کاږي په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پاللو له امله پخپله پاکستان هم زیانمن شوی او په ځلونو یې له خپل سیال هېواد هند وروسته پاتې شوی دی. په مطلب کې راځي چې په افغانستان کې هم د پاکستان دغه نیابتي جګړې د شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي عسکرو او ۱۲۴ زره افغانانو ژوند اخیستی دی او دا خونړۍ جګړه باید نوره پای ته ورسول شي.
































