په میانمار کې د کودتا پر ضد د لاریونونو په دوام پرون په دغه هېواد کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه. د راپورونو له مخې پوځ یوازې تېره ورځ ۸۹ لاریون کوونکي په مخامخ ډزو کې وژلي دي. تېره میاشت په میانمار کې پوځ کودتا وکړه او تر هغه وروسته خلک د پوځ پر ضد را پاڅېدلي دي او د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی. له هغې مهاله تر دې دمه په میانمار کې شاوخوا ۴۰۰ لاریون کوونکي وژل شوي دي. په میانمار کې د پوځ دغه کړنو د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غبرګون هم پارولی دی او د میانمار له پوځ یې غوښتي چې د خپلو وګړو له قتل عام لاس په سر شي.
































